د ایران بهرنیو چارو وزیر: د ایران او افغانستان اړیکې د پراختیا په حال کې دي
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي تېره ورځ د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره تهران کې کتلي دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، امنیتي مسائل، اوبه او کډوالو ستونزو حل د دواړو هېوادونو چارواکو ترمنځ د بحث وړ موضوعات وه.
د ایران بهرنیو چارو وزیر د کابل او تهران ترمنځ اړیکې د پراختیا په حال کې بللې او ټینګار یې کړی دواړه هېوادونه باید د دوه اړخیزو اړیکو نوې مرحلې کې ګام په ګام پرمختګ وکړي.
بلخوا مولوي امیرخان متقي هم دې کته کې د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې مهمې بللې او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پراختیا ته په کتو یې ډيپلوماټیکو اړیکو کچې په لوړېدو ټینګار کړی دی.
ښاغلي متقي زیاته کړې، اسلامي امارت هېواد کې د کډوالو بیا مېشتېدنې زمینې برابرېدو ته ژمن دی او له ایراني لوري یې غوښتي، چې افغان کډوال دې په تدریجي ډول را ستانه کړي.
د یادونې ده، چې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي تېره ورځ د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته په سفر تللی، چې ټاکل شوې د خپل ایراني سیال سربېره به د یاد هېواد نورو چارواکو سره هم لیدنې کتنې ولري.