د افغانستان بهرنیو چارو وزیر: شرعي او اخلاقي مسؤلیت لرو چې د سیستان خلکو ته اوبه ورسوو

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر: شرعي او اخلاقي مسؤلیت لرو چې د سیستان خلکو ته اوبه ورسوو سیاست
ایران کې د بهرنیو چارو زویر خبرې کنفرانس

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ایران کې ویلي، د حق ابې په اړه د اسلامي امارت پالیسي روښانه ده او اسلامي امارت شرعا او اخلاقا مسئولیت لري، چې د سیستان خلکو ته اوبه ورسوي.

ښاغلي متقي په خپلو خبرو کې ویلي، په هغه صورت کې چې د هیرمند معاهدې وجود نه درلود اسلامي امارت به اجازه ورکړې وه چې ایران ته اوبه جاري شي.

ښاغلي وزیر هېواد کې وچکالیو ته په اشارې ویلي، د اورښت او هلمند سیند کې د اوبو شتون په صورت کې به د سیستان خلکو ته اوبه ورسېږي.

دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کیږي چې مولوي امیرخان متقي تېره ورځ له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره کتنه کې د مهمو موضوعاتو په ځانګړي ډول اوبو په اړه خبرې اترې کړې دي.

تړلي موضوعات