د ایران ولسمشر افغان وزیر سره کتنه کې: ایران ټولو برخو کې افغانستان سره اړیکو پراخولو ته چمتو دی
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتنه کې د تهران – کابل ترمنځ پر دوو اړخیزو اړیکو او ایران کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د ایران ولسمشر دې کتنه کې ایران او افغانستان دواړه ښه ګاونډیان بللي په خبره یې، هېواد یې چمتو دی په ټولو برخو کې افغانستان سره اړیکې پراخې کړي.
ښاغلي پزشکیان دې کتنه کې د تهران او کابل ترمنځ په نږدې والي، سوداګرۍ زیاتوالي، نشه یي توکو قاچاق پر کنټرول او سیاسي اړیکو پر لا پراختیا ټینګار کړی.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې د کډوالو ستنولو پروسه به په تدریج ترسره شي څو د هغوی چارې او پانګه زیانمن نه شي.
د بهرنیو چارو وزیر د ایران خبرو اترو فورم کې د ګډون په موخه ایران ته تللی او هلته به له ایراني چارواکو سره په بېلابېلو دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې اترې ولري.