شرعي: د ا.ا.ا ټول قوانین د شریعت پر اساس تدوين کېږي او د ټولو حقوق پکې خوندي دي

شرعي: د ا.ا.ا ټول قوانین د شریعت پر اساس تدوين کېږي او د ټولو حقوق پکې خوندي دي اسلام او کلتور

د افغانستان د عدلیې وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي د روسیې د سن پټرزبورګ نړېوالې حقوقي مجمعې په دېارلسمه ناسته کې ویلي، چې د اسلامي امارت ټول قوانین او قضایي پرېکړې د شریعت پر اساس تدوين کېږي او د ټولو حقوق پکې خوندي دي.

دا نړېواله ناسته د روسیې هېواد په کوربتوب جوړه شوې، چې د نړۍ د څه‌باندې ۸۰هېوادونو د عدلیې وزیرانو او قضايي مقاماتو په‌کې ګډون کړی.

دې نړېواله غونډه کې ښاغلي شرعي ویلي، چې اسلامي امارت، اسلامي شریعت ډېر سپېڅلی او ارزښتناک ګڼي او درناوی یې پر ټولو لازم بولي؛ ځکه اسلام په واقعي توګه انساني کرامت او نړېوال عدالت تضمینوي.

افغان وزیر زیاته کړې، چې اسلامي امارت له هر هغه هېواد او سازمان سره چې اسلامي ارزښتونو، د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا او د اسلامي امارت خپلواکۍ ته درناوی لري، تعامل او د حقوقي همکاریو لپاره چمتو دی.

یاده دې وي، دا درې ورځنۍ نړېواله غونډه تېره ورځ دوشنبه روسیه کې پیل شوه، چې د افغان وزیر تر څنګ په کې د نورو هېوادونو د عدلیې وزیرانو، قضايي مقاماتو او حقوقي کارپوهانو هم وینا کړې.

تړلي موضوعات