د سرطاني ناروغيو د درملنې لپاره روغتون جوړو

د سرطاني ناروغيو د درملنې لپاره روغتون جوړو روغتیا
د سرطاني ناروغيو د درملنې لپاره روغتون جوړو

په افغانستان کې د سيټي لابراتوار عمومي مسئول ډاکټر رضوان احمدزي او سوداګر مسعود ايوبي د رياست الوزراﺀ اداري مرستیال سره په کتنه کې په هېواد کې د سرطاني ناروغیو د درملنې لپاره د روغتون جوړولو خبر ورکړی.

ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې په دې کتنه کې ډاکټر رضوان احمدزي په دې برخه کې د اسلامي امارت د رهبرۍ ملاتړ او همکارۍ غوښتنه کړې. 

خبرپاڼې زياته کړې، چې احمدزي په دې کتنه کې ويلي، چې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته په هېواد کې د پانګونې، اقتصادي پرمختګ او سوداګرۍ لپاره تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې ده. 

بلخوا د رياست الوزراﺀ اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ويلي، اسلامي امارت په هېواد کې د ټولو پانګوالو ملاتړ کوي او ټولو سوداګرو او پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته کوي. 

نوموړي له سوداګرو او پانګوالو غوښتي چې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د عزيزي بنسټ، عطا خيريه بنسټ مسئولینو او د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمدنبي عيسى خېل هم په هېواد کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې روغتونونو له جوړېدو څخه خبر ورکړى و.

تړلي موضوعات