کابل، بیجینګ او اسلام اباد د سوداګرۍ په زیاتوالي هوکړه کړې
د چین په کوربتوب د افغانستان، چین او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ درې اخیزه ناسته شوې.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، دې ناسته کې یادو هېوادو ترمنځ د راتلونکې شپږمې ناستې په اړه هم خبرې شوې.
دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي دواړو هېوادونو سره سیاسی او اقتصادي اړیکې مهمې بللې او د لا زیات پرمختګ هیله یې ښودلې.
د چین او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو هم افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متقابل احترام په اساس د اړیکو د پر مختګ ډاډ ورکړی.
د یادونې ده، چې دغې ناسته کې د سوداګرۍ پر زیاتوالي او د ټرانزیټ برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کېدو هوکړه شوې.