افغان او ترکي چارواکي د علمي او فرهنګي همکاریو پر پراختیا غږېدلي
ترکیه کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست محمد زبیر ودان د ترکیې دیانت ادارې عمومي رئیس دوکتور علي ارباش سره کتلي دي.
ترکیه کې افغان سفارت پر اېکس ویلي، چې دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکیې ترمنځ په ژورو دیني، کلتوري او تاریخي اړیکو سربېره، د علمي او فرهنګي همکاریو په پراخېدو، د علماوو په متقابلو سفرونو او د ګډو علمي ناستو پر تنظیم خبرې کړې دي.
بلخوا یاد افغان سفارت تازه یوه خبر کې ویلي، چې ښاغلي زبیر ودان د ترکیې لپاره د روسيې فدراتیف له سفير ښاغلي الېکسي ايرخوف سره هم کتلي دي.
سفارت ویلي، چې په دې ليدنه کې د افغانستان او روسيې د دوه اړخيزو سياسي او اقتصادي اړيکو له بحث سربېره د افغانستان او روسيې د اړیکو په وروستيو پرمختګونو خبرې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان اسلامي امارت وروستیو کې د ترکیې او روسیې دواړو هېوادونو سره دوه اړخیزو اړیکو کچه لوړه کړې او درې واړه هېوادونه لېواله دي چې سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې کړي.