فرانسه غواړي له ۱۵ کلونو د ټيټ عمر نجونې له حجابه منعه کړي
د فرانسې حاکم ګوند غواړي چې له ۱۵ کلونو څخه د ټيټ عمر مسلمانې نجونې له دې منعه کړي چې په عامو ځایونو کې حجاب واغوندي. دا وړاندیز په داسې وخت کې شوی چې د فرانسې حکومت د «سیاسي اسلام» د پراخوالي په اړه راپورونه ارزوي.
دغه ګوند سړکونه، چای خونې، پارکونه او دوکانونه هغه ځايونه بللي چې هلته بايد مسلمانې نجونې حجاب و نه لري.
په دې اړه په وړاندیز کې راغلي چې حجاب «د ښځو او نارینهوو تر منځ د برابرۍ او د ماشومانو د خوندیتوب لپاره جدي ګواښ» ګڼل کېږي. له دې اقداماتو د دې ګوند يوه موخه دا هم ده چې هغه مور او پلار قانوناً مجرم وګڼل شي چې خپلې کم عمره لوڼې حجاب ته اړ باسي، د هغوی په اند دا بايد د "جبري چلند" تر عنوان لاندې جرم وګڼل شي.
فرانسې له دې وړاندې هم د مسلمانانو په ضد ورته ګامونه پورته کړي دي، چې له امله يې د دې هېواد مسلمانان خورا اندېښمن دي.
د دې هېواد قانون دا مهال دولتي کارکوونکو، ښوونکو او زدهکوونکو ته اجازه نه ورکوي چې په دولتي ودانیو او ښوونځیو کې مذهبي نښې په ځان ولري.
د فرانس ۲۴ له راپور سره سم اوسنی حکومت غواړي په دې اړه هم يو نوی قانون تصویب کړي چې د ورزشي سیالیو پر مهال د حجاب اغوستل منعه اعلان کړي، داسې هڅه چې مخالفین یې د مسلمانې ښځې پر وړاندې د توپیري قوانینو وروستی ګام بولي.
د يادونې ده چې فرانسه او جرمني د اروپایي اتحادیې د نورو هېوادونو پرتله تر ټولو زیات مسلمان نفوس لري.