افغانان خپلو کورنیو موضوعاتو ته خپله رسېدنه کوي

افغانان خپلو کورنیو موضوعاتو ته خپله رسېدنه کوي سیاست
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د ترک سازمان اعلامیې ته په غبرګون کې ویلي، د افغانستان اسلامي امارت ترک دولتونو سره په اقتصادي او ډيپلوماټیکو برخو کې ښې اړیکې غواړي.

مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، افغانان خپلو کورنیو موضوعاتو ته خپله رسېدنه کوي ځکه دا یوه کورنۍ اړتیا ده او د هېوادوالو وړاندیزونه به په پام کې نیول کیږي.

نوموړي زیاته کړې، نور هېوادونه باید د افغانستان پر وړاندې خپل مکلفیتونه چې په هغوی پورې اړه لري په پام کې ونیسي.

ذبیح الله مجاهد داسې مهال دغه څرګندونې کړې، چې د ترک دولتونو سازمان په یوه ګډه اعلامیه کې افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو او یوه سوله ییز افغانستان لپاره د نړېوالې ټولنې پر دومداره تعامل ټینګار کړی.

تړلي موضوعات