متحده عربي اماراتو په رسمي ډول د ا.ا.ا د قونسل باورلیک ومانه
د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د افغان حکومت د جنرل قونسل عبدالرحمن فدا باورلیک یې په یوه رسمي ناسته کې ترلاسه کړی دی.
دا باورلیک د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت د دفتر رئیس شیخ مکتوم بن بطي آل مکتوم ترلاسه کړی دی.
شیخ مکتوم ښاغلي فدا ته ښه راغلاست ویلی او د نوې دندې په ترسره کولو کې یې ورته د دوامدارو بریاوو هیله کړې.
ښاغلي مکتوم دې کتنه کې د افغانستان او د متحده عربي اماراتو تر منځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا ستاینه کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې د ابوظبۍ او کابل تر منځ وروستیو کې سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پیاوړې شوې دي او د دواړو لوریو چارواکي د لا ښو اړیکو تمه لري.