د ا.ا.ا ریاست الوزراء پر غزې د اسرائیلو بریدونه غندلي

د ا.ا.ا ریاست الوزراء پر غزې د اسرائیلو بریدونه غندلي سیاست
انځور حریت راډیو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام غزه کې د اسرائیلو له لوري روان بریدونه په کلکو ټکو غندلي او ټولو هېوادونو یې غوښتي چې د دغه ناورین د پای ته رسېدو لپاره عاجل اقدامات ترسره کړي.

دغه اعلامیه چې د اسلامي امارت ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت خپره کړې پکې راغلي، چې غزه کې د بشري مرستو لارې بندې، د ټپیانو او شهیدانو د انتقال فرصت نه ورکول کیږي، د مظلومو مسلمانانو د سیمو غصب روان او هره ورځ خطرناکه او نا متوازنه وسله کارول کیږي.

اعلامیه کې د افغانستان له ټول ملت څخه غوښتنه شوې چې نن د جمعې په ورځ له لمانځه وروسته د مسجدونو په محوطو کې په یوه غږ د فلسطین د مسلمانانو سره د خواخوږئ، همدردۍ او د هغوی له داعیې څخه د ملاتړ په منظور د قرآن کریم ختمونه وکړي، فلسطیني مجاهدینو او ملت ته د نجات او نصرت دعاګانې وکړي او په عموم کې له هغوی سره خپله همدردي ښکاره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راپدېخوا د اسرائیلو په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ۵۴ زره فلسطیني وګړي شهیدان شوي او شاوخوا ۱۲۴ زره نور ټپیان دي او دغه لړۍ لا هم روانه ده.  

تړلي موضوعات