افغان حکومت باید په نړېوالو مهمو بنسټونو کې خپل غړیتوب ترلاسه کړي
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په افغانستان کې د اروپایي ټولنې له سفیرې رافایلا یودیچه سره په کتنه کې ویلي، له بهرنیو سره د تعامل په برخه کې افغان حکومت باید په نړېوالو مهمو بنسټونو کې خپل غړیتوب ترلاسه کړي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي، په دې کتنه کې ښاغلي وزیر ټینګار کړی، چې په دې توګه به افغانان هلته خپله واقعي استازولي ولري او د مسایلو حل به هم اسانه شي.
نوموړي زیاته کړې، افغانستان له څو لسیزو بې ثباتۍ او ناخوالو وروسته په چټکۍ سره د سیاسي او اقتصادي ثبات په لور روان دي او افغانان د فزیکي او رواني امنیت احساس کوي.
همداراز په دې کتنه کې رافایلا یودیچه ویلي، چې په افغانستان کې له موجوده امنیت څخه ملاتړ کوي.