امربالمعروف وزارت: هغه کس یې نیولی چې چینایي وګړي سره یې نامناسب چلند کړی و

امربالمعروف وزارت: هغه کس یې نیولی چې چینایي وګړي سره یې نامناسب چلند کړی و افغانستان
چینایي وګړي سره د نامناسب چلن له کبله نیول شوی کس

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویلي، هغه کس یې نیولی، چې یوه چینایي سېلاني سره یې نامناسب چلند کړی و.

یاد وزارت ویلي، دغه کس په ټولنیزو رسنیو له چینایي وګړي سره د نامناسب چلند ویډیو له خپرېدو وروسته نیول شوی.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې د نیول شوي کس ویډیو خپره شوه، چې له چینایي وګړي سره د نوموړي نامناسب چلند په کې ښودل کیږي.

تړلي موضوعات