تورخم بندر کې واردېدونکي ۱۳ مټریک ټنه خوسا شوي کچالو مسترد شوي

تورخم بندر کې واردېدونکي ۱۳ مټریک ټنه خوسا شوي کچالو مسترد شوي    افغانستان
تورخم کې مسترد شوي خوسا کچالو

د ننګرهار ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند اجمل سبحاني حریت راډیو ته ویلي، د تورخم بندر نباتي قرنطین مدیریت کارکوونکو له پاکستان واردېدونکي ۱۳ مټریک ټنه خوسا شوي کچالو نیولي دي.

دغه محصول د یوه کورني شرکت له لوري هېواد ته واردېدل، چې د کرنې ریاست کارکوونکو له لورې تشخیص او بېرته یاد هېواد ته مسترد شوي.

د ننګرهار کرنې ریاست یوځل بیا له ټولو سوداګرو غوښتني ، چې د بې کیفیته توکو له واردولو ډډه وکړي.

وړاندې له دې هم دننګرهار کرنې ریاست له پاکستان هېواده د واردېدونکو بې کیفیته توکو مخه نیولې او بېرته یې یاد هېواد ته مسترد کړي دي.

تړلي موضوعات