خوست کې سږ کال د غنمو حاصلات ۱۲ سلنه زیات شوي

خوست کې سږ کال د غنمو حاصلات  ۱۲ سلنه زیات شوي افغانستان
انځور ارشیف

د خوست کرنې، اوبو لګولو او مالداۍ ریاست ویلي، سږ کال یاد ولایت د غنمو حاصلاتو کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

د خوست ولایت ویاند مستغفر ګریز په خپله اېکس پاڼه د کرنې ریاست له قوله لیکلي، سږ کال هلته په ۱۸زره ۵۹۵ جریبه ځمکه غنم کرل شوي و، چې ۵۰ زره ۶۹۸ ټنه حاصلات ترې راټول شوي او تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیاتوالی په ګوته کوي.

نوموړي د حاصلاتو زیاتوالي لامل بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې وېش بولي.

یاده دې وي، چې د اسلامي امارت بیا واکمنېدو سره ټول هېواد کې د کرکېلې میکانیزه کولو هڅې زیاتې شوې دي.

تړلي موضوعات