تېره ورځ شاوخوا ۹۰ کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې

تېره ورځ شاوخوا ۹۰ کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې افغانستان
انځور ارشیف

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د شنبې په ورځ ۸۹ کډوالې کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې، چې د غړو شمېر یې ۴۳۷ تنو ته رسېږي.

د یاد کمېسیون د معلوماتو له مخې، د یادو کورنیو له ډلې ۷۱ یې د ټرانسپورټ کمېټې له لوري بېلابېلو سیمو ته لېږدول شوې دي.

د کمېسیون په وینا، دغه راز بېرته راستنو شویو کورنیو سره ۶۷۰ زره افغانۍ نغدي مرستې هم شوې دي.

د یادونې ده، هغه کورنۍ چې له ګاونډیو هېوادونو په جبري ډول هېواد ته راستنې شوې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون له لوري ورته خدمات برابر شوي او اسلامي امارت هم د اړمنو کورنیو ملاتړ په موخه بېلابېلو ولایتونو کې هغوی ته د سرپناه لپاره ځمکي وېشي.

تړلي موضوعات