تل ابیب کې د امریکا په سفارت راکټونه لګېدلي

تل ابیب کې د امریکا په سفارت راکټونه لګېدلي نړۍ
تل ابیب کې د امریکا په سفارت راکټي برید شوی

اشغالي فلسطین کې د امریکال سفیر مایک هاکبي ویلي، تل ابیب کې د یاد سفارت اړوند په یوې ودانۍ توغندی لګېدلی.

نوموړي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، دغه راکټ د ایران توغول شویو توغندیو په پایله کې د امریکا سفارت اړوند یوې ودانۍ لګېدلی او کم زیان یې لیدلی دی.

هاکبي زیاته کړې، دې پېښه کې د سفارت هیڅ کوم کارکوونکي ته زیان نه دی اوښتی.

د امریکا سفیر ویلي، اسرائیلو کې نامناسب وضعیت دوام ته په کتو به نن دوشنبه هلته د امریکا سفارت او قنسولګرۍ په رسمي ډول تړلي وي.

تړلي موضوعات