امریکا کې سږ کال ۱۵۶ وسله والې پېښې شوې دي
د امریکا وسله والو پېښو آرشیف ادارې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې روان میلادي کال د امریکا په ایالتونو کې ۱۵۶ وسلوالې پېښې ثبت شوې دي.
رویټرز خبري اژانس دغه خبر د یادې ادارې په حواله نن دوشنبه خپور کړی خو په دغو پېښو کې د اوښتي زیان په اړه یې کره معلومات نه دي خپاره کړي.
یادې ادارې امریکا کې د وسله والو پېښو معلومات داسې مهال له یاد اژانس سره شریک کړي چې پرون ماښام یوتا ایالت کې د یوې کلنۍ مېلې په مهال د دوو ډلو ترمنځ شخړه کې ۵ کسان په مرمیو ولګېدل چې درې یې ځای په ځای ووژل شول او دوه نور ټپیان دي.
د یوتا ایالت پولیسو ویلي، په وژل شویو کې یو هم اته میاشتنی ماشوم دی.
یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې د امریکا ایالتونو کې وسله والې پېښې زیاتې شوې او امریکایان هلته د وسله والو پېښو او تاوتریخوالي زیاتېدو له امله په چارواکو نیوکې کوي.