مالیې وزارت: ایران سره سوداګرۍ په عادي ډول له کومې ستونزې پرته دوام لري
د مالیې وزارت وایي، ایران سره د افغانستان پوله او ګمرکونه خلاص دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ مسیر کې هیڅ ډول خنډ نشته.
یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ایران سره سوداګرۍ له کوم خنډ پرته په عادي ډول دوام لري.
مالیې وزارت زیاته کړې، بندر عباس کې هم د افغانستان سوداګریزو توکو د بارولو پروسه هم په نورمال ډول دوام لري.
دا په داسې حال کې ده، تېرو دوو ورځو راهیسې منځني ختیځ کې د کړکېچ زیاتېدو سره یو شمېر هېوادوالو د نفتي توکو د بیو لوړېدو اندېښمن کړي او له حکومت یې غوښتي، چې نرخونو کنټرول دې ځانګړې پاملرنه وکړي.