تېرو دوو مياشتو کې د برېښنا پر سکټور ۸.۲ ميليارده افغانۍ پانګونه شوې

تېرو دوو مياشتو کې د برېښنا پر سکټور ۸.۲ ميليارده افغانۍ پانګونه شوې سوداګرۍ او اقتصاد
انځور ارشیف

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، د تېرو څه باندې دوه میاشتو پرمهال برېښنا سکټور کې ۸.۲ میلیارده افغانۍ پانګونه جلب او جذب شوې ده.

اقتصادي معاونيت ویلي، ننګرهار، بلخ، هرات او لغمان ولايتونو کې د لمريزې برېښنا پروژې همداراز په کندهار، زابل او هرات ولايتونو کي د بادي برېښنا، برېښناکوټ او برېښنايی مزو د جوړولو او غځولو پروژې پلي کول دغه برخه کې شامل دي.

د خبرپاڼې له مخې، په ټولیزه توګه د برېښنا د توليد ظرفیت ۱۳۸.۴۵ ميګاواټه دی چي شاوخوا سل زره کورنۍ او سلګونه صنعتي فابریکې ګټه ترې اخيستلی شي.

د یادونې ده، چې د اقتصادي معاونیت له لوري څو ورځې وړاندې د ۶۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا پروژې د لومړي فاز چارې پیل شوې.

تړلي موضوعات