د ابونصر فراهي بندر له لارې د تېلو واردات تر امرثاني وځنډول شول

د ابونصر فراهي بندر له لارې د تېلو واردات تر امرثاني وځنډول شول سوداګرۍ او اقتصاد
د ابونصر فراهي بندر له لارې د تېلو ورارت بند شول

د چاپېریال ککړتیا او بې کیفیته تېلو واردولو له کبله د فراه ابونصر فراهي بندر له لارې تر امر ثاني د تېلو واردات وځنډول شول.

د اسلامي امارت د احکامو او فرمانونو تعقیب او څارنې عمومي رئیس مولوي شمس الدین شریعتي د یو خبري کنفرانس پر مهال ویلي، د اسلامي امارت کابینې د هر ډول بې‌کیفیته توکو واردات منع کړي او د بې‌کیفیته تېلو مخنیوي لپاره یې د اړوند وزارتونو یو ځانګړی پلاوی هم ټاکلی.

بل‌خوا د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمدیونس مهمند ویلي، خصوصي سکټور د حکومت تر څنګ ولاړ دی او هڅه کوي بې‌کیفیته تېل بازار ته دننه نه شي.

ښاغلي مهمند ویلي، د ابونصر فراهي بندر له لارې د وارداتو درېدو سره به د تېلو بیې لوړې نه شي.

د نوموړي په خبره، نورو هېوادونو سره د باکیفیته تېلو واردولو تړونونه لاسلیک شوي دي. 

دغه اقدام وروسته له هغې شوی، چې تر دې وړاندې خلکو او موټر چلوونکو د تېلو پر ټیټ کیفیت نیوکه کړې او له حکومت یې غوښتي وو، چې د بې‌کیفیته نفتي توکو مخنیوی وکړي.

تړلي موضوعات