صهیونیستانو د ایران بریدونو پر وړاندې خپله بې وسۍ ښکاره کړه
د ایران تسنیم خبري اژانس د اسرائیلو داخلي امنیت شورا رئیس له قوله راپور کې ویلي، صهیونیستي رژیم د ایران بریدونو پر وړاندې بې وسه دی.
د اسرائیلو د داخلي امنیت شورا رئیس ویلي، ایران زرګونه توغندي درلودل او اوس هم زرګونه توغندي لري دا هغه جګړه نه ده چې رامنځته شوي ګواښ ته دې د پای ټکی کېږدي.
په ورته مهال د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، دوی یرغلګر نه دي، خو د وحشي جنایتکار پر وړاندې له ټول ځواک کار اخلي.
ایراني چارواکو ویلي، په خپلو بریدونو کې یې د صهیونیستانو جاسوسي شبکې ته سخته ضربه رسولې.
اسرائیلو داسې مهال ایران سره په جګړه کې په خپلې بې وسۍ اعتراف کړی، چې تېره ورځ یې چارواکو د ایران پر وړاندې مقابله کې له امریکا د مرستې غوښتنه وکړه، خو امریکا یې غوښتنه رد کړې.