د کابل ـ لوګر سړک د لومړي فاز د اساسي برخو چارې بشپړې شوې
د کابل ښاروالۍ خبر ورکړی، چې د کابل له نجات څلي تر چرخ آب سیمې د کابل ـ لوګر لویې لارې د یو کیلومټر برخې سړک قیر اچونه به ډېر ژر پیل شي.
د ښاروالۍ د زېربنایي پروژو د څارنې آمر انجینر محمد حامد سادات ویلي، هڅه کېږي ترڅو د یاد سړک چارې د روان کال په بهیر کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه سړک د ۷ کیلومټره اوږدوالي او ۶۰ متره سور په لرلو د لښتیو، پلي لارو، ګلدانونو، څراغونو، تم ځایونو، کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون د جوړېدو په حال کې دی.
یاده لویه لار چې خوست، پکتیا او لوګر ولایتونه د کابل ولایت سره نښلوي، د سویل ختیځ زون له اقتصادي او ټرانزېټي دهلېزونو شمېرل کېږي چې هڅه کیږي ارزښت ته په کتو یې له چرخ آب تر سنګ نوشتې پورې دویمه برخه هم ژر جوړه شي.