کندهار کې د اوبو ذخیروي بند د جوړېدو چارې بشپړې شوې
د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت دغه بند د کندهار تخته پل ولسوالۍ بیانزو سیمه کې موقعیت لري چې چارې یې بشپړې شوې.
د کندهار اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، یاد بند ۱۶.۵ متره لوړوالی، ۲۴۵متره اوږدوالی او د ۲.۵ میلیونه مکعب متره اوبو ذخیره کولو وړتیا لري.
د یاد بند چارې په لسو میاشتو کې بشپړې شوې.
د یادونې ده، چې بېلابېلو ولایتونو کې دغه بندونه د اوبو ذخیره کولو، د اوبیزو سرچینو مدیریت او کرنې سکټور پیاوړتیا په موخه د حکومت او مرستندویه بنسټونو له لوري جوړېږي.