روان کال به په هېواد کې د پولیو واکسین څلور کمپاینونه ترسره شي

روان کال به په هېواد کې د پولیو واکسین څلور کمپاینونه ترسره شي روغتیا
روان کال به په هېواد کې د پولیو واکسین څلور کمپاینونه ترسره شي

د عامي روغتیا وزیر ډاکټر قلندرعباد د ماشومانو د فلج ناروغۍ د ارزونې او همغږۍ کلنۍ ناسته کې ویلي، دغه وزارت به له خپلو شریکانو سره په روان ۲۰۲۴ کال کې په هېواد کې د پولیو له منځه وړلو لپاره څلور کمپاینونه ترسره کړي.

ډاکټر قلندر عباد د ولایتونو عامي روغتیا رئیسانو، پولیو استازو او د روغتیا نړیوال سازمان استازي په ګډون غونډه کې ویلي، پولیو لا هم د افغانستان لپاره یو لوی ګواښ دی.

همداراز ښاغلي عباد ویلي، د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته په افغانستان کې د پولیو یوازې اته مثبتې پېښي ثبت شوې، چې دا یوه لویه لاسته راوړنه شمېرل کېږي.

تړلي موضوعات