د ایکو سازمان سرمشریزې د ژمنو تعقیب په اړه غونډه شوې
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اړوند وزارتونو له مسئولینو سره د ایکو سازمان سرمشریزې کې د شویو ژمنو د تعقیب غونډه ترسره شوې.
د ملا عبدالغني برادر د ایکو سازمان ۱۷مې سرمشریزې په څنډه کې د ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او ادربایجان له مشرانو په سیاسي او اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټ، ټرانسپورټ، اوسپنې پټلۍ، برېښنا، افغانانو ته د وېزو ورکړې، ګډو بانکي همکاریو او نورو موضوعات بحثونه کړي وو.
ملاعبدالغني برادر اخوند په مشرۍ افغان پلاوي تېره اونۍ د اذربایجان په کوربتوب د اقتصادي همکاریو سازمان«ایکو» کې ګډون وکړ او په بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې وکړې.