د غزې حکومت: د مرستو په لټه کې شهیدان شوي ۸۰ سلنه ځوانان دي

د غزې حکومت: د مرستو په لټه کې شهیدان شوي ۸۰ سلنه ځوانان دي نړۍ
انځور ارشیف

د غزې حکومت د رسنیو دفتر مشر اسماعیل الثوابه وايي، غزې تړانګه کې د وږو فلسطیني شهیدانو له ډلې ۸۰ سلنه ځوانان دي.

نوموړي ویلي، د اسرائیلو له لوري د مرستو په نوم د نسل وژنې دا لړۍ یو خونړی فصل دی او باید خپلواکه پلټنه وشي.

الجزیرې ټلوېزیون د راپور له مخې، غزه کې د مۍ له ۲۷ مې راهیسې د امریکا او اسرائیلو په ګډه طرحه چې له مخې یې مرستې وېشل کیږي زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

اسماعیل یادې سرچینې ته ویلي، مرسته غوښتونکي اړ دي چې لوږه یا د اسرائیلو د پوځ مرمۍ د ځان لپاره انتخاب کړي.

غزه کې د مرستو وېش مرکزونو کې د وږو فلسطیني وګړو د شهیدانو شمېر نږدې ۸۰۰ او د ټپیانو شمېر له ۵ زره اوښتی.

تر دې وړاندې په راپورونو کې راغلي و، چې اشغالګر اسرائیل د مرستو مرکزونه د دام په توګه کار وي او دغو مرکزونو کې امریکايي ساتونکي هم پر وږو فلسطیني وګړو لاسي بمونه غورځوي.

تړلي موضوعات