حماس: اشغالګر رژیم د نړۍوالو د سترګو پر وړاندې نسل وژنه زیاته کړې
حماس جهادي غورځنګ ویلي، نتنیاهو په مشرۍ اشغالګر رژیم د نړۍوالو د سترګو پر وړاندې په ښوونځیو او کوڅو کې د ملکي وکړو د په نښه کولو او په منظم ډول د خلکو بېځایه کولو لړۍ چټکه کړې.
حماس په خبره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، اشغالګرو له لوري د غزې دیرالبلاح کې د اولادونو لپاره د ډوډۍ پیدا کولو په تمه د ښځو او میندو کتارونه په نښه کول د جنایت او نسل وژني کمپاین دی.
یاد غورځنګ له نړۍوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، عربي او اسلامي نړۍ غوښتي، چې د نسل وژني درېدو لپاره دې جدي او فوري اقدام وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې غزه کې د مرستو وېش مرکزونو د اشغالګرو په بریدونو کې د وږو فلسطیني وګړو د شهیدانو شمېر نږدې ۸۰۰ او د ټپیانو شمېر له ۵زره اوښتی.