سرګي لاوروف امریکایي سیال روبیو سره کوالالامپور کې کتلي

سرګي لاوروف امریکایي سیال روبیو سره کوالالامپور کې کتلي نړۍ
د روسیې او امریکا بهرنیو چارو وزیرانو سره کتلي

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف امریکایي سیال مارکو روبیو سره د مالیزیا پلازمېنه کوالالامپور کې کتلي دي.

د روسیې ټاس خبري اژانس د خبر له مخې، دغو لوړیو ډيپلوماټانو د اسیا سویل ختیځ هېوادونو ټولنې«اسیان» په اړه خبرې کړې.

د روسیې او امریکا بهرنیو چارو وزیرانو په وروستي ځل د فبروري په ۱۹مه د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض کې د دواړو هېوادونو د استازو لیدنې پرمهال سره کتلي وو.

دغه کتنه داسې مهال کیږي، چې امریکا له یوې اونۍ ځنډ وروسته اوکرایین ته د نظامي تجهیزاتو ورکړه بیا پیل کړه، چې د امریکا دغه اقدام روسیې د مسکو او کیف شخړې سوله‌ییز حل پر وړاندې خنډ وباله.

تړلي موضوعات