د ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو ظرفیت لوړول مو لومړیتوب دي
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندرعباد له تازه فارغ شویو متخصصینو سره په کتنه کې ویلي، د ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو ظرفیت لوړول د عامې روغتیا وزارت له لومړیتوبونو څخه دی.
د عامي روغتیا وزارت په دې اړه ویلي، په دې کتنه کې ښاغلي عباد ټینګار کړی، هڅه کوي چې د یو غوره میکانیزم له لارې د زده کړو کیفیت نور هم پیاوړی کړي.
همدراز په دې کتنه کې روغتيایي مرکزونو ته د هغوی جذب، د تخصص پروګرامونو پیاوړتیا، د ډاکټرانو ظرفیت جوړول، د غوره خدمتونو وړاندې کول او د هغوی د ستونزو په حل باندې هم خبرې شوې دي.