ا.ا د خپلو علمي هستیو د هڅو قدرداني کوي

ا.ا د خپلو علمي هستیو د هڅو قدرداني کوي روغتیا
د هېواد روغتیايي سیستم ته د ځوان نسل په روزنه کې خپله ونډه واخلي

د عامي روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد له ټرېنر متخصصینو سره په کتنه کې ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د خپلو علمي هستیو د هڅو قدرداني کوي. 

د عامې روغتیا وزیر په دې کتنه کې د ستونزو د حل په برخه کې د ډاډ ترڅنګ ویلي، متخصصین دې د هېواد روغتیايي سیستم ته د ځوان نسل په روزنه کې خپله ونډه واخلي. 

په دې کتنه کې له نړیوال روغتیايي سیستم سره د تخصصي پروګرامونو برابرول، د زده کړیز سیستم پر پیاوړتیا، ترفیعاتو، معاشونو، د روغتیایي خدمتونو معیاري کولو او د ټرېنر متخصصیونو د ستونزو په حل او نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.

تړلي موضوعات