هېواد یې په افغانستان کې په شته پرمختګونو خوښ دی او ملاتړ یې کوي
د افغانستان لپاره د ناروې شارژادفیر پال کلومان د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي، هېواد یې له افغانستان سره ښې اړیکي غواړي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې کتنه کې ښاغلي پال کلومان په افغانستان کې د امنیت ټینګښت، اقتصادي پیاوړتیا، د افغانیو ثبات ساتل، بیارغونې او له نشه یې توکو سره د مبارزې په برخو کې د شته پرمختګونو ملاتړ کړی.
خبرپاڼې زیاته کړې، چې نوموړي په دې کتنه کې ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د طبیعي پېښو د مبارزې لپاره ۳میلیونه ډالر او له پاکستان څخه په جبر د افغانستان ته استول شوو ګډوالو ته ۷میلیونه ډالر ځانګړي کړي.
نوموړي زیاته کړې، افغانستان له نړۍ څخه نه دی هېر شوی او د را روانې فبروري میاشتې په ۱۸مه نېټه به په دوحه کې د افغانستان په اړه نړیواله غونډه ترسره شي.
همداراز په دې کتنه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت د امریکا او اروپايي هېوادونو په ګډون له ټولو هېوادونو سره په ځانکړي ډول ګاونډیو سره ښې اړیکي غواړي.
ښاغلي عبدالکبیر ټینګار کړی چې ټي ټي پي په افغانستان کې ځای نه لري او داعش خوارج د بشر د دښمن په توګه ځپل شوي دي.
نوموړي هیله ښودلې، چې د دوحې په راتلونکې ناسته کې اسلامي امارت ته هم بلنه ورکړل شوې او ټینګار یې وکړ، چې اسلامي امارت د ښځو او نجونو د تعلیم مخالف نه دی او په دې اړه د امیرالمؤمنین حفظه الله په هدایت ځانګړې کمېټه کار کوي چې تعلیم ته زمینه برابره کړي.