کابل کې د زړه سوري ناروغانو د درملنې لپاره روغتون جوړېږي
د افغاني سرې میاشتې رئیس مولوي مطیع الحق خالص په افغانستان کې داندونیزیا سفیر بودي رحمت سوریا ساپوترا سره په کتنه کې ویلي، افغاني سره میاشت په پام کې لري، چې په کابل کې د زړه سوري ناروغانو د درملنې لپاره مجهز روغتون جوړ کړي.
مطیع الحق خالص په دې کتنه کې د افغان سرې میاشتې له لارې د افغانستان له اړمنو او بې سرپرسته کورنیو سره مرستې ګټورې بللې په خبره یې، افغاني سره میاشت د یوه ملي خیریه او خپلواک بنسټ په توکه د بشردوستانه مرستو رسولو کې په برخه کې فعالیت کوي او هیڅ ارګان يې په چارو کې لاسوهنه نه کوي.
نوموړي ټینګار کړی چې د بین المللي بنسټونو مرستې په پوره روڼتیا اړمنو، بې سرپرسته او زیانمنو کورنیو ته رسوي.
په دې کتنه کې د اندونیزیا سفیر له افغاني سرې میاشتې سره د لازیاتو مرستو د ورکړې ژمنه کړې.