په افغانستان کې امن، ثبات او پرمختګ د ټولې سیمې په ګټه دی
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان سیمه ییز ابتکار غونډې څخه وروسته له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې په دې کنفرانس کې د ۱۱ ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو ځانګړو استازو او سفیرانو ګډون کړی وو.
ښاغلي وزیر زیاته کړې، چې د کنفرانس ټولو ګډونوالو په یوه خوله په افغانستان کې امن، ثبات او پرمختګ د ټولې سیمې په ګټه وبلل او ټینګار یې وکړ، چې د ټولو هغو حرکتونو مخنیوی دې وشي چې په سیمه کې تاوتریخوالي ته زمینه برابرووي.
همداراز مولوي امیرخان متقي وویل، چې په دې کنفرانس کې د اقتصادې ودې لپاره لویو اقتصادي پروژو لکه ټاپي، ټاپ، کاسا زر، د اوسپنې پټلۍ پروژو د عملي کارونو په پیل باندې په ګډې همکارۍ ټینګار شوی دی.