د مور او ماشوم مړینې کمولو لپاره به ژر کمېټه وګمارل شي

د مور او ماشوم مړینې کمولو لپاره به ژر کمېټه وګمارل شي روغتیا
د مخنیوي لپاره یې لازم ګامونه پورته شي

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا UNPFA  مسئول ډاکټر مارک سره په کتنه کې ویلي، ډېر ژر به د دې وزارت له لوري یوه صلاحیت لرونکې کمېټه د میندو او ماشومانو د مړینې د کمېدو په موخه چې داخلي او بهرني همکاران به یې غړیتوب ولري جوړه کړي.

په دې کتنه کې ښاغلي عباد په روغتیايي برخه کې په تېرو دوو کلنو لاسته راوړنو ټینګار ترڅنګ ویلي، اړینه ده چې د روغتیا په برخه کې نوې څېړنې او سرشمېرنې وشي، تر څو په روغتیايي برخه کې موجوده ستونزې په ډاګه او د حل لپاره یي حل لاره ولټول شي.

د عامي روغتیا وزیر په دې کتنه کې همداراز ویلي، د میندو او ماشومانو د مړینې په برخه کې وروستۍ سروې اته کاله وړاندې ترسره شوې. په خبره یې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق دې په دې اړه نوې سروې ترسره کړي، ترڅو رښتيني معلومات راټول او د مخنیوي لپاره یې لازم ګامونه پورته شي.

په همدې حال کې یاد وزارت ویلي، چې رامنځته شوې کمېټه دې د میندو او ماشومانو د مړینې رښتينې شمېرو، د سببونو د سپړلو او د لازمو پالیسیو په تطبیق سره یې د مخنیوي لارو چارو باندې د عامې روغتیا وزارت مقام سره خپل اړوند وړاندیزونه شریک کړي.

تړلي موضوعات