د دوحې په ناسته کې دې د امارت په لوړه کچه پلاوی ګډون وکړي
د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کتنه کې د اسلامي امارت وروستیو ډيپلوماټیکو پرمختګونو، د خپلواکي ارزونې وړاندیزونو او د دوحې راتلونکې ناستې په اړه خبرې کړي.
فریدون سینیرلي اوغلو په دې کتنه کې ویلي، د دوحې ناستې موخه له افغانستان سره د یوې دوامداره پروسې له لارې د نړیوالې ټولنې مسلسل تعامل دی، تر څو په سیاسي برخه کې لا زیات پرمختګ وشي.
ښاغلي اوغلو هيله څرګنده کړې، چې د دوحې په ناسته کې دې د اسلامي امارت په لوړه کچه پلاوی ګډون وکړي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې په دغې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت ته بلنه ورکړل شوې او د اسلامي امارت د ګډون په اړه د ګډونوالو ترمنځ اجماع هم رامنځته شوې.
اوغلو همداراز زیاته کړې، چې نړیوال بانک به په نږدې راتلونکې کې د افغانستان په اړه مهمه پرېکړه وکړي.
د خبرپاڼې له مخې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم ویلي، چې اسلامي امارت له ملګرو ملتونو سره د ګډ کار لپاره د دوحې ناسته یو ښه فرصت بولي.
امیرخان متقي ویلي، د غونډې د جوړښت، اجندا او ترکیب په تړاو له مفصلو معلوماتو وروسته به امارت د ګډون په اړه پرېکړه وکړي.
نوموړي په دې کتنه کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له ملګرو ملتونو سازمان سره رغنده تعامل غواړي او د اسلامي امارت د دریځ په تکرار سره یې څرګنده کړې، چې د افغانستان اوسني وضعیت او د یوناما په شتون کې د بل اضافي ځانګړي استازي ګومارنې ته کوم موجه دلیل او اړتیا نه لیدل کېږي.
فریدون سینیرلي اوغلو څه موده وړاندې د افغانستان په اړه خپلواکه ارزونه کړې چې په کابل کې د نورو هېوادونو د ډيپلوماټیک حضور زیاتوالي، د افغانستان مرکزي بانک د بندیزونو لرې کولو او له افغانستان سره په تخنیکي او پراختیایي برخو کې د مرستو د پیل غوښتنه پکې شوې.