هراشغالګر ته په افغانستان کې غاښ ماتونکی ځواب ورکړل شوی
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي افغانستان کې د سرو لښکرو د ماتې ۳۵ کالیزې په مناسبت غونډې ته ویلي، هر څوک چې افغانستان ته د اشغال په نیت راغلي د افغان مجاهد ملت له غاښ ماتونکي ځواب سره مخ شوي دي.
مولوي عبدالسلام په خپلو خبرو کې د ۱۳۶۷ کال د غویي اومه چې په هېواد کې د کمونیستانو د کودتا له ورځې سره برابره ده د هېواد په تاریخ کې د بدبختیو پیل یاد کړ، چې له دې کودتا یو کال وروسته د شوري اتحاد ۱۰۰ زرو ځواکونو د ځمکې او هوا له لارې په افغانستان یرغل وکړ.
ښاغلي حنفي د سرو لښکرو ظلمونو او جنایتونو ته په اشارې سره ویلي، د روسانو د اشغال پر مهال علماء له کورنو څخه ایستل کېدل او ژوندي به یې خښول.
نوموړي په افغانستان کې د غربي هېوادونو له لوري د بشر حقونو تر پښو لاندې کولو ته په اشارې سره همدارنګه وویل، په تېرو ۲۰ کلونو کې غربي هېوادونو علماء او افغان ځوانان د ټولو نړېوالو نورمونو په خلاف په ګوانتانامو، باګرام او نورو زندانونو کې ساتل.
اداري مرستیال زیاته کړې، په هېواد کې د سراسري امنیت په ټینګښت او د اسلامي امارت له لوري عمومي عفوې په اعلان سره ټول هغه افغانان چې په بهرنیو هېوادونو کې ژوند کوي کولای شي چې پرته له کوم خنډ هېواد ته راشې او د خپل ولس ترڅنګ خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.