د فرانسویانو روغتون هوکړه دې تمدید شي
د افغانستان عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد قطر هېواد ته د سفر په ترڅ کې د فرانسې هېواد له شارژدافیر سره کتلي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویلي، په دې کتنه کې دواړو لوریو په کابل کې د فرانسویانو روغتون د اصلاحاتو، د روغتیایي خدمتونو د لګښتونو پر کموالي او په وړیا ډول بې وسه ناروغانو ته په روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو خبرې کړې دي.
کتنه کې ډاکټر قلندر عباد په کابل کې د فرانسویانو روغتون د هوکړې تجدید یوه اړتیا بللې ده.
ښاغلي عباد د فرانسې له شارژدافیر څخه د روغتیا په برخه کې د افغانانو وضعیت تر ښه کېدو پورې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې.
نوموړي همداراز د هالینډ هېواد له شارژدافیر سره هم کتلي او د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو، د دوامداره پرځان بسیا روغتیایي سیستم پر اړتیا او روغتیايي لومړیتوبو په اړه خبرې اترې کړې دي.