نږدې راتلونکي کې به د روغتیایي کارکوونکو معاشونه لوړ شي
د عامې روغتیا وزیر ډاکترقلندر عباد د روغتونو له رئیسانو سره په کتنه کې ویلي، د یوه منظم پلان په اساس لایحه ترتیب شوې چې له مخې به یې په نږدې راتلونکي کې د روغتیایي کارکوونکو معاشونه لوړ شي.
د عامې روغتیا وزارت ویلي، په دې کتنه کې د روغتیایي خدماتو په ښه والي، د مسلکي کسانو ګمارنې او یو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې شوي دي.
په دې کتنه کې د روغتونونو رئیسانو خپلې ستونزې د عامې روغتیا له وزیر سره شریکې او ورته د رسېدو غوښتنه کړې، چې ښاغلي عباد یې ورته د رسیدو ستونزو ډاډ ورکړی دی.
د یادولو ده، چې د عامې روغتیا وزیر د هېواد له ټولو ورغتیایي کارکوونکو وغوښتل د روژې مبارکې میاشتې پر مهال هم هم د تېر په څېر خلکو ته ۲۴ساعته غوره روغتیایي خدمات وړاندې کړي.