د افغانستان ټولې سیمې د پولیو له ناروغۍ پاکې شوې
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیا نړېوال سازمان عمومي رئیس ډاکتر تدروس ادهانم ګبریس او سیمه ییزې مشرې حنان بلخي سره چې د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد هم حضور درلود د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
په دې ویډیو کنفرانس کې مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته په اشارې ویلي، د ماشومانو ګوزڼ او پولیو ناورغۍ د افغانستان په ټولو سیمو کې پاکه شوې ده.
مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیا نړېوال سازمان له مسؤلینو غوښتي، چې د روغتیا سیسټم د پیاوړتیا، مجهزو لابراتوارونو د نصب، د هېواد په لرې سیمو کې د صحي کلینیکونو د ایجاد، د روغتیا برخې د متخصصینو د مسلکي ظرفیت لوړولو او په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د درملنې مجهز روغتون جوړولو په برخه کې همکاري وکړي.
په دې ويډيو کنفرانس کې د روغتیا نړېوال سازمان رئیس پولیو ناروغي د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ بللی، چې په افغانستان کې يې تر ډېره حده رېښې له منځه وړل شوې دي.
ډاکتر تدروس همدراز ویلي، نړېوال روغتیایي سازمان په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د خپلو فعالیتونو د دوام غوښتونکی دی، چې د دې لپاره له یاد سازمان سره د اسلامي امارت د هراړخېزې همکارۍ اړتیا ده.
په دې کنفرانس کې د روغتیا نړېوال سازمان سیمه ییزې مشرې حنان بلخې هم ویلي، چې د روغتیا نړېوال سازمان د روغتیایي مرکزو د پیاوړتیا په برخه کې هڅې کوي.