امریکا د غزې په رفح ښار د اسرائیلو د برید طرحه منلې ده

امریکا د غزې په رفح ښار د اسرائیلو د برید طرحه منلې ده نړۍ
په رفح کې هم د عملیاتو د لپاره چمتووالی نیول کیږي

انډیپنډینټ ورځپاڼې ـ فارسي څانګې د مصري چارواکو په حواله ویلي، امریکا د غزې په رفح  ښار د صهیونیستي رژیم له لوري د برید د پیل طرحه په دې شرط منلې، چې په ایران به بریدونه نه کوي.

انډیپنډینټ زیاته کړې، تر اوسه د امریکا، قطر یا اسرائیلو چارواکي، چې د حماس جهادي غورځنګ او اشغالګر رژیم  منځګړیتوب کوي د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د راپورونو په اساس اشغالګر پوځ د ایران له لوري په اسرئیلو د یکشنبې ورځې بریدونو ته په ځوابي برید د ټینګار ترڅنګ خبر ورکوي، چې په رفح کې هم د عملیاتو د لپاره چمتووالی نیول کیږي.

د یادونې وړ ده، چې په رفح کې د عملیاتو له پیل سره د انساني ناورین د رامنځته کولو لپاره د امریکا له تشو خبرداریو سره سره صهیونیستي رژیم دغه عملیات د حماس جهادي غورځنګ د ظرفیتونو د له منځه وړلو لپاره اړین بولي. 

د غزې تړانګې رفح ښار کې چېڅه کم دوه میلیونه جنګ ځپلو فلسطینیانو پنا اخیستې، د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو پرته تر شنه اسمان لاندې شپې او ورځې سبا کوي، چې د اشغالګر رژیم د عملیاتو پیل به یو بل انساني ناورین را منځ ته کړي.

تړلي موضوعات