عامې روغتیا وزارت د درملو له تولیدونکو فابریکو نه ملاتړ کوي

عامې روغتیا وزارت د درملو له تولیدونکو فابریکو نه ملاتړ کوي روغتیا
درملو له تولیداتو او کیفیت څخه خوښ دي او عامې روغتیا وزارت یې ملاتړ کوي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد او د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد، کندهار کې د سنوفارما درملو تولیدي فابریکې څخه لیدنه کړې.

ښاغلي مجاهد په خپله ایکس پاڼه لیکلي، خلک د دې فابریکې د درملو له تولیداتو او کیفیت څخه خوښ دي او عامې روغتیا وزارت یې ملاتړ کوي.

سنوفارما فابریکه د کندهار په عینو مېنه ښارګوټي کې د ۷۰ پانګوالو له لوري د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت جوړه شوې.

د دغې فابریکې د مسئولینو د معلوماتو له مخې، تولیدات یې د WHO او  GMP پر معیارونو برابر دي او په ورځني ډول ۵ میلیونه قرصه ټابلېټ، ۲ میلیونه او ۲۰۰ زره کپسول او ۱۰۰زره بوتله شربت تولیدوي.

تړلي موضوعات