کندهار کې ۵۰ ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته درمل سوځول شوي

کندهار کې ۵۰ ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته درمل سوځول شوي روغتیا
د مرکز او بیلابیلو ولسوالیو له درملیزو تاسیساتو څخه د تېرو شپږو میاشتو پر مهال راټول کړي دي

عامي روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د کندهار ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري ۵۰ ټنه راټول شوي بې کیفیته او تاریخ تېره درمل یې له منځه وړي دي.

یاد وزارت ویلي، دغه اندازه درمل د روغتیایي قوانینو د بررسۍ ټيم او د اړوندو ادارو استازو په ګډه د دوام داره څارنو په پایله کې د یاد ولایت د مرکز او بیلابیلو ولسوالیو له درملیزو تاسیساتو څخه د تېرو شپږو میاشتو پر مهال راټول کړي دي.

دغه اندازه درمل وروسته له هغې راټول او سوځول کېږي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د هیوادوالو د ژوند ژغورلو په موخه په بازارونو کې د تاریخ تېره او بې کیفیته خوراکي، غیر خوراکي او درملو په اړه په پراخه کچه کمپاین دوام لري، چې په ترڅ کې یې په سلګونو ټنه بې کیفیته او تاریخ تیره خوراکي توکي راټول شوي.

تړلي موضوعات