ترکیې له اسرائیلو سره هر ډول سوداګریزې اړیکې پرې کړې

ترکیې له اسرائیلو سره هر ډول سوداګریزې اړیکې پرې کړې نړۍ
صادرات او واردات هم چې ټول محصولات پکې شامل دي بند شوي

د ترکیې د سوداګرۍ وزارت وایي، په غزه کې د اسرائيلو له لوري د روانې جګړې ،اغېزمنو وګړو ته د بشري مرستو د نه پرېښودو او د روان بشري ناورین په غبرګون کې یې له اسرائيلو سره هر ډول سوداګريزې اړیکې ځنډولې دي.

د ترکیې د سوداګرۍ وزارت په وینا د اسرائیلو اړوند صادرات او واردات هم چې ټول محصولات پکې شامل دي بند شوي.

ترکیې دغه راز زیاته کړې، تر هغه وخته به دغه نوي اقدامات په جديت او قاطعیت سره عملي کړي، چې صهیونیستي رژیم غزې ته د کافي بشري مرستو د استولو اجازه نه وي ورکړي.

د یادونې ده، چې د اشغالګر رژیم له لوري په مظلومو فلسطینیانو د ړندو بمباریو او ځمکنیو بریدونو له پیل راهیسې په غزه کې ماشومان او لویان له لوږې سره مخ دي، چې له امله یې په لسګونو ماشومان له لوږې شهیدان شوي او په زرګونو نور په خوراځواکۍ اخته شوي دي.

ترکیه له اسرائیلو سره په داسې حال کې سوداګریزې اړیکې پرېکوي، چې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ په تېر ۲۰۲۳ م کال کې د سوداګرۍ کچه ۶،۸ میلیارده ډالرو ته رسېدلې وه.

تړلي موضوعات