بهرنیو چارو وزارت؛ د چمن او بولدک پر اوسېدونکو د پاسپورټ او ویزې جبري کېدل یو اړخیزه پرېکړه ده

بهرنیو چارو وزارت؛ د چمن او بولدک پر اوسېدونکو د پاسپورټ  او ویزې جبري کېدل یو اړخیزه پرېکړه ده سیاست
چمن کې د تګ راتګ لار

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د سپین بولدک او چمن له لارې د دواړو لوریو پر اوسېدونکو د تګ راتګ په موخه د پاکستان د حکومت له لوري د پاسپورټ او ویزې جبري کېدو ته غبرګون ښودلی.

بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دا د پاکستان له لوري یو اړخیزه او د عیني واقعیتونو پر خلاف پرېکړه ده.
یاد وزارت زیاتوي، چې فرضي کرښې ته څیرمه د بولدک او چمن خلک پر دیني، قومي، ژبني مشترکاتو سربېره دوستۍ او لويې سوداګرۍ لري، چې د پاکستان له لوري دغه اقدام د فرضي کرښې دواړو غاړو اوسېدونکو ته ستونزې پیدا کوي. 

خبر پاڼه کې راغلي، چې د تاریخ په اوږدو کې د دې سیمو اوسېدونکو ته ځانګړي حقوق ورکړل شوي، چې د حکومتونو لخوا ورته درناوی شوی او پاکستان دې اجازه ورکړي، چې دا خلک د تېر په څېر ازادانه ډول تګ راتګ وکړي.

تړلي موضوعات