د کابل طبي علومو پوهنتون کې د زړه وال بدلیدو بریالي عملیات

د کابل طبي علومو پوهنتون کې د زړه وال بدلیدو بریالي عملیات روغتیا
دولتي روغتون کې دغه ډول عملیات په بریالیتوب ترسره کېږي

د لوړو زده کړو وزارت وایي، د کابل طبي علومو پوهنتون د سینې، زړه او رګونو تدریسي روغتون جراحان توانېدلي، چې د یوه پنځوس کلن ناروغ د زړه والونه په بریالیتوب تبدیل کړي.

یاد وزارت ویلي، چې د جراحي دغې عمل د هېواد په دولتي روغتونونو کې مخینه نه درلوده، او دا لومړی ځل دی چې په یوه دولتي روغتون کې دغه ډول عملیات په بریالیتوب ترسره کېږي.

په ورته مهال جراحانو هم دغه عملیات بریالي بللي او له عملیات وروسته یې د ناروغ وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.

د یادولو ده، چې تر دې وړاندې هم د کابل طبي علومو پوهنتون سینې او زړه تدریسي روغتون کې ورته پیچلي عملیات په بریالیتوب ترسره شوي و.

تړلي موضوعات