جوبایډن وايي، نورد دې وخت دی، چې غزه کې جګړه پای ته ورسېږي
د امریکا ولسمشر جوبایډن له حماس غورځنګ غوښتي، چې د صهیونیستي رژیم له لوري د تل پاتي اوربند لپاره چمتو شوې طرحه ومني او دواړه لوري دې روانه جګړه پای ته ورسوي.
رویټرز خبري اژانس د جوبایډن له قوله لیکلي، د اسراییلو لخوا نوې وړاندیز شوې طرحه درې پړاوه لري، چې لومړی پړاو یې غزه کې د شپږو اونیو لپاره اوربند دی، څو اسراییلي ځواکونه دغزې له ټولو ګڼ مېشتو سیمو ووځي.
جوبایډن همداراز زیاته کړې، په غزه کې د اوربند او سولې مسوولیت اوس د حماس غورځنګ پر غاړه دی.
د حماس غورځنګ هم منځګړو هیوادنو ته ویلي، چې یوازې په هغه صورت کې دا موافقه مني چې په جامع اوربند توافق وشي، اشغالګر رژیم یرغل بند کړي او د بندیانو او برمته شویو کسانو تبادله وشي.
له بل لوري چین بیا د غزې جګړې د پای لپاره د سولې یو نړېوال کنفرانس د رابللو غوښتنه کړې ده.
چین په غزه کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې نړېوال کنفرانس د جوړولو غوښتنه وکړه.
اې ایف پي خبري اژانس د خبر له مخې د چین ولسمشر شي جېن پېنګ د عربي هېوادونو له مشرانو سره لېدنه کې ویلي، منځني ختیځ کې د پرمختګ لپاره پراخ امکانات شته خو پر سر یې اوس هم جګړې روانې دي.
نوموړي تر نامالومې مودې د جګړې دوام سره مخالفت کړی او د جګړې پر پای یې ټېنګار کړی دی.