د غزې ماشومان د اسراییلي وحشت درنه بیه پرې کوي
دا یواځې د بم ټوټې نه دي، چې د فلسطیني ماشومانو سېنې څېروي، د اسرایلي رژیم له لوري روان وحشت بله وژونکې بڼه لوږه ده، چې تازه یې د یو بل ۱۳ کلن فلسطیني ماشوم ژوند واخیست.
د غزې روغتیا وزارت د خبر له مخې، د غزې دیرالبلح سېمې شهد الاقصی روغتون کې د خوړو او درملو د نه موجودیت له امله یو بل ۱۳ کلن ماشوم شهید شوی دی.
د راپورونو له مخې، په شهدا لاقصی روغتون کې د خوړو، اوبو او درملو د نه موجودیت له امله د شهید شویو ماشومانو شمیر ۳۷ کسانو ته پورته شو.
له هغه مهاله، چې اشغالګر رژیم پر غزې بریدونه پیل کړي، له ۱۵ زرو زیات ماشومان شهیدان، زرګونه ټپیان او ګڼ نور د خوراکي موادو د کمښت له امله خوارځواکۍ سره مخ شوي دي.
د بشري حقونو او د ماشومانو ملاتړي سازمانونه، غزه کې د روان وضعیت په اړه یواځې زړه بوږنوونکي خبرونه او مالومات ورکوي.
د غزې ناورین اوس دا په ټوله مانا جوته کړه، چې د امریکا په مشرۍ ځېنې لویدیځ هېوادونه په سیستیماتیک ډول د غزې نسل وژنه کې ښکیل دي.
د ماشومانو او ښځو ډله ییزه وژنه، پر بې دفاع خلکو بریدونه، د خبریالانو په نښه کول، پر ښوونځيو او روغتونونو بریدونه، جګړه څپلو سیمو ته د خوراکي او نورو اړینو توکو له وروړو مخنیوی هغه څو بېلګې دي، چې د امریکا له سیاسي او نظامي ملاتړ برخمن اشغالګر اسراییل یې په خلاص لاس ترسره کوي.