د اسراییلي پوځ لېکو کې د ماتې نښې را څرګندې شوې
یوې معتبرې اسراییلي رسنۍ خبر ورکړی، چې د اسراییلي پوځ ۶۱ سلنه دایمي افسران د خپلو دندو له تمدید نه په شاه شوي دي.
د یدیعوت احرنوت اسراییلي ورځپاڼې خبر ورکړی، چې اسراییلي پوځ کې د دندې مودې د نه تمدید دا شمېره د اکتوبر د ۷ مې نېټې له حملې مخکې ۵۴ سلنه وه، چې د پخوا په پرتله اوس ۷ سلنه زیاته شوې ده.
له اداري فساد سره د مبارزې اسرائیلي کمېسیون سروې ښيي، چې پوځ کې ژور خپګان د پوځیانو کورنیو ته د زیان وېره او معاشاتو کې د پام وړ کموالی له پوځ د افسرانو د تېښتي عمده ټکي دي.
د یادونې ده، چې په غزه کې د صهیونیستي رژیم تر اټکل پورته د فلسطیني مقاومت دوام، او غزه کې د روان وحشت له امله له اسرائیلي سوداګریزو شرکتونو سره د ځېنو هېوادونو د راکړې ورکړې پرېکون اشغالګر رژیم له سخت اقتصادي بحران سره مخ کړی دی.