مالدیف ولسمشر دغه هېواد ته د اسرائیلي وګړو پر ورتګ بندیزلګولی

مالدیف ولسمشر دغه هېواد ته د اسرائیلي وګړو پر ورتګ بندیزلګولی نړۍ
د مالدیف هېواد یوه برخه

اسرائیل ټایمز ورځپاڼې د مالدیف د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند له قوله لیکلي، غزه کې د اشغالګر رژیم د روانې نسل وژنې په غبرګون کې یې پر اسرائیلي وګړو مالدیف ته د ورتګ بندیز لګولی دی.

د مالدیف ولسمشر محمد مویز دغه ګام د پارلمان د پرېکړې پر اساس اوچت کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې اشغالګر رژیم په غزه کې نسل وژنې ته لا هم دوام ورکړی، چې د ګڼو هېوادونو غبرګونونه یې راپارولي دي.

مالدیف یو له هغو هېوادونو دی، چې د نورو هېوادونو په نسبت ورته ګڼ شمېر اسرائیلي سېلانیان ورځي، چې یوازې تېرکال ۱۱ زره اسراییلي سیلانیانو له دغه هېواده  لیدنه کړې.

تړلي موضوعات